کابل کې د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیالې فور سایمر وايي، افغانستان کې د جګړې د شدت ستر لامل طالبانو ته د بهرنیانو له لوري د تبلیغاتي فرصت برابرېدل دي.
مېرمن فور سایمر زیاته کړې، چې د جګړې د شدت بل لا هم له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تګلاره کې د ډېرو مسایلو ناڅرګندوالی دی.
نوموړې په یوه تازه مرکه کې ویلي، د بایډن د حکومت مسوولیت و چې په افغانستان کې یې لومړی جګړه ختمه کړې وای او بیا یې د سرتېرو د ایستلو لړۍ پيل کړې وای.
دغه پخواني امریکايي ديپلوماتې ویلي، دا مهال افغانستان له یوې بلې جګړې سره مخ دی او مسوولیت یې هم د بهرنیانو بې پروایو ته راګرځي.
مېرمن فور سایمر ټينګار کړي، چې نړیوال په تېره ناټو او امریکا باید د افغان ځواکونو هر اړخیز ملاتړ وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې وروستی وضعیت په افغانستان کې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې له خطر سره مخ کړي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/23118